جغرافیایي نښې؛ هېڅ یو هېواد د افغانستان توکي په خپل نوم نه‌شي صادرولی

content_admin
Sat, Apr 24 2021 2:07 PM
جغرافیایي نښې؛ هېڅ یو هېواد د افغانستان توکي په خپل نوم نه‌شي صادرولی

جغرافیایي نښه یا «GI» د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتېږي.
جغرافیایي نښه ځانګړې جغرافیایي اصل پورې اړوندو محصولاتو باندې لګول کېږي، لکه «ښار، سیمه یا هېواد»، چې د څرنګوالي، شهرت او دې ورته ځانګړتیاوو په درلودو سره لګول کېږي.
د جغرافیایي نښو کارول کولای شي، چې د ځانګړې کیفیت د تصدیق کوونکي په توګه عمل وکړي، چې محصول په سنتي او محلي بڼه رامنځته شي.
جغرافیایي نښې بېلابېلو کرنیزو، خوراکي توکو او لاسي صنایعو پراختیا ته لارهواروي له یوځانګړې سیمې څخه سرچینه اخلي او ددې ترڅنګ په یادو سیمو کې د ټولنیز او اقتصادي پیاوړتیا لامل ګرځي.
د «GI» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوي.
د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د «د جغرافیایي نښو» یا «GI» په سیسټم کې د افغانستان د ترټولو عمده کرنیزو توکو له ډلې زعفران، د کندهار انار او د جلغوزیو ځانګړتیاوې ثبتېږي. جغرافیایي نښه د صادراتي توکو هغه نښې دي، چې د دغو توکو جغرافیایي مبدا ټاکي او مشخصه ځانګړتیاوې لري. په دې سیسټم کې د یوې ځانګړې جغرافیایي سیمې د یو کرنیز او صنعتي محصول ټول ځانګړتیاوې ثبتېږي.
دغه سیسټم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» همکارۍ او په کابل کې د اروپایي ټولنې د استازولی د «GIZ»دفتر په مالي ملاتړ پلي کېږي. ددې سیسټم د ایجادولو هوکړه لیک د ۱۳۹۸ یم کال د غویي په ۱۹ مه نېټه دکرنې وزیر او په کابل کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر ترمنځ لاسلیک شوې وه. یاد سیسټم په درې پړاوونو کې، چې په کې د قوانینو او ځانګړي تقنیني سندونه تدوین، د محصولاتو ثبت او ددې سیسټم ملاتړ او خوندي کول شامل دي پلي کېږي.
د کرنې چارواکي وایي «کله چې موږ په دې بریالی شو چې خپل محصولات د «GI» په سیسټم کې ثبت کړو، نو بل هیڅ هېواد نه شي کولای چې زموږ محصولات په خپل نوم صادر کړي؛ دا زموږ مالکیت دی. په ورته وخت کې د «جي آی» سیسټم موږ ته دا ګټه هم رسوي چې خپل محصولات په لوړه بیه خرڅ کړو. هیڅ ډول سرټفکېټ ته اړتیانشته او په مستقیمه توګه اروپایي مارکېټونو ته لاس رسی پیداکوو.»
د «جي، آی» په سیسټم کې د ځانګړو کرنیزو او صنعتي توکو واردول په نړیوالو مارکېټونو کې د دغو محصولاتو ارزښت لوړوي او ترڅنګ یې د دافغانستان کرنیز او صنعتي توکو ته هویت ورکوی.
دا پروژه به د دې لامل شي، چې افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او د بازار د ښه‌والي په برخه کې پرمختګ وکړي.
«جي. ای» منل شوی نړیوال سیستم دی، چې د تولیدوونکي او استفاده کوونکي له حقونو دفاع کوي.
په لومړي ځل «جي. ای» پروژه د کرنې په سکټور کې پیل شوه، دا پروسه د کرنې وزارت، بزګرو، بڼ‌والو او همداراز د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صادراتو په برخه کې یو ستر پرمختګ دی.
هرکله چې، په دې سیسټم کې د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات ثبت شي، د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات اروپایي هېوادونو ته د افغانستان په مارک او نښان صادر او ملکیت به‌یې دې هېواد پورې اړه ولري.
«جي. ای» یا د «جغرافیايي نښې» سیستم ته د افغانستان د صنایعو او کرنیزو محصولاتو له ثبتېدو سره هېڅ هېواد نه‌شي کولای چې د افغانستان توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي.
په وروستی یوه لسیزه کې، جغرافیایي نښو ته په نړیواله کچه د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
په اسیا کې د تولیداتو سلګونه جفرافیایي نښې ثبت شوې دي، د بېلګي په ډول په چین، هندوستان، جاپان، او دېته ورته نورو ډېرو هېوادونو کې پراختیا موندلې ده، چې له دې ډلې په هند کې د ارجیلینګ چای شاملول، د کمبودیا کمپوت مرچ، د چین لانګ جینګ چای، د ټایلند بروکید تای لمفون ابریشم، او داسې نور دي.
افغانستان د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایع او قیمتي ډبرو درلودونکی هېواد دی، او په اسانی سره کولای شي، چې جغرافیایي نښو څخه ګټي واخلي. او ددوی ارزښت او بازارونه د پام وړ لوړکړي.
په اوسني وخت کې جغرافیایي نښې مهم ارزښت لري، لکه د جغرافیایي نښو په واسطه د دوديز پوهې ساتنه او له یوه نسل څخه بل نسل ته د هغې لېږد، جغرافیایي نښې د اقتصادي وسیلې په توګه د تولید کوونکو په غوښتنه له سختې پروسې څخه د ارزښت رامنځته کول اسانه کوي، جغرافیایي نښي د ځایې پرمختګ و سېله ده، جغرافیایي نښې د توکو مصرف کولو وسیله ده، چې نه یوازې د محصول تولید سرچینه تضمینوي بلکې ځانګړې کیفیت هم لري او جغرافیايي نښې د محصولاتو، تولید کوونکو او مصرف کوونکو د ملاتړ وسیله هم ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کلونو کې په دې برخه کې یولړ کړنې ترسره شوي دي، چې په کې د جغرافیایي نښو د قانون مسوده چمتوکول، د جغرافیایي نښو دمحصولات پېژندنه، جغرافیایي نښو سره د بلدتیا په موخه د عامه پوهاوی برنامې په لاره اچول او د راجستر شوي جغرافیایي نښو د مدیریت او څارنې پیاوړتیا په پار روزنیزي برنامې په لاره اچول شامل دي.
د جغرافیایي نښو دا پروګرام د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او د اروپايي اتحادیې د خوړو او کرنې سازمان په تخنیکي همکارۍ او په مالي مرستو د درېیو کلونو لپاره پلی کېږي.
په لومړي پړاو کې د کندهار انار، د پکتیا جلغوزې او د هرات زعفران د افغانستان په مارک او نوم اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.
د جغرافیایي نښو سیسټم پلی کولو لپاره تر دې دمه اړینې کړنې تر سره شوي دي، چې په کې، د افغانستان د جغرافیایي نښو قانوني چوکات ته کتنه او د هغه د څېړنیز راپور لیکل، د جغرافیایي نښو دمقررې تسوید، عامه پوهاوی او د درې کرنیزمحصولاتو (د هرات زعفران، د کندهار انار او د پکتیا جلغوزیو) لپاره د جغرافیایي نښو ټولنې جوړول او ثبتول شامل دي.
د جغرافیایي نښو د سیسټم لپاره اړین اسناد چمتو کول، لکه د کنټرول ملي چارچوب، د جغرافیایي نښو د ارزونې لارښود، د جغرافیایي نښو د ملي سمبول (لوګو) څخه د استفادې پرېکړه کول، د ټاکل شویو ځنځیرونو د ارزښت ارزونه او د یادو توکو د مشخصاتو لپاره کتاب چمتوکول نور هغه څه دي چې، په دې برخه کې تر سره شوي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS