د کرنې وزارت د مشرتابه غونډه پر یوشمېر مواردو پرېکړه وکړه

content_admin
Sat, Mar 06 2021 3:42 PM
د کرنې وزارت د مشرتابه غونډه پر یوشمېر مواردو پرېکړه وکړه

۱۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د مشرتابه غونډه په لاره وا چول شوه او پر یوشمېر مواردو یې پرېکړه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډه کې وویل، چې د وزارت بورسیې باید د وړتیا او اړتیا پر اساس وي او هغه کسان چې، بورسیو ته ځي، د ملکي خدمتونو د قانون پر اساس، باید په وزارت کې د دوی له وړتیاوو څخه ګټه پورته شي.
په دې غونډه کې خصوصي سکټور او نورو بنسټونو ته دکرنې وزارت د ځمکو لېږد وارزول شوه او د وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه، چې دکرنې وزارت ځمکې خصوصي سکټور ته نه لېږل کېږي، او له یادو ځمکو څخه یوازې د څېړنو په برخه کې کار اخیستل کېږي.
دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کرنې وزارت پروژې او ریاستونه دې خپل مالي پلانونه مالي ریاست ته ورکړي ترڅو ډېر ژر ټول پړاوونه یې بشپړ او چارې پیل شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS