د پکتیکا د جلغوزیو سږني حاصلات ډېر شوي

content_admin
Sat, Dec 12 2020 2:42 PM
د پکتیکا د جلغوزیو سږني حاصلات ډېر شوي

پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی، چې ددېولایت ډېری برخه طبیعي مثمر او غیر مثمر بوټي او ګیاوې پوښلي دي، چې یاد ولایت ته یې طبیعي ښکلا ور بښلې ده. یاد ولایت د چهارمغزو او جلغوزیو له پلوه په ځان بسیا دی، چې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه هرکال په لسګونه مټریک ټنه جلغوزې او غوزان راټولیږي او د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
پکتیکا د جلغوزیو له لویو تولیدونکو ولایتونو دی، چې د ځنګلونو پراخوالي یې څه باندې ۳۵۶ زره  هکتارو ته رسیږي. ځنګلونه یې پلن پاڼي او ستن پاني دي لکه جلغوزي، لمنځې نښترونه، سرپ، څېړۍ، چهارمغز او ترڅنګ یې  نورې ونې او بوټي هم لري.
جلغوزي د پکتیکا ولایت په ګیان، زیړوک، اورګون،سروضه، نکه، سروبي، برمل او اومنه ولسوالیو کې په زیاته کچه کیږي پاتې نورې ولسوالۍ او سیمې یې هم په تولید کې مهم رول لري.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر ابوبکر حقیار وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ ډېر شوي دي.
ښاغلی حقیار وایي، چې د پکتیکا د جلغوزیو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه، د جلغوزیو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، قومي تړونونه او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له خوا خلکو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه په لاره اچول دي. ددې ترڅنګ په دې ولایت کې د ځنګلوالۍ ۲۷ ټولنې جوړول او د جلغوزیو د غوټو شکولو ۶۲۰ بیاتي ګانې پر خلکو وېشل نور هغه څه دې چې په دې برخه کې دپکتیکا د کرنې ریاست له خوا تر سره شوي دي.
د دې ولایت د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هم په دې وروستیو کې هڅې کړندي شوي دي. د پکتیکا د ځنګلونو د احیا په پار ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۳۶۵ کورني قورني جوړې شوي دي، چې په هره قوریه کې یې د جلغوزیو او چهارمغزو شپږ زره نیالګي روزل کیږي. د یادو قریو روزل شوي نیالګي ددې ولایت د ځنګلونو په تخریب شویو سیمو کې اېښودل کیږي.
د پکتیکا د کرنیزو چارو آمر ابوبکر حقیار وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو ولایتو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د ځنګلونو د احیا او خوندي کولو په پار هڅې پیل کړي دي او ددې ترڅنګ د یاد ولایت بزګرانو، بڼوالو اومالدارانو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار هلې ځلې کوی او داسې لارې چارې لټوي، چې ورسره د دوی د عوایدو کچه لوړ شي.
ښاغلی حقیار وویل د پکتیکا د کرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال ددې ولایت پر قوریه لرونکو د جلغوزیو ۸۵۰ کیلوګرامه تخمونه او اړونده اړین توکې ووېشي، چې ورسره به ددې ولایت د جلغوزیو سیمې لا پراخې او د جلغوزیو د ځنګلونو ښه ساتنه به ووشي.
د پکتیکا د جلغوزیو کاروباریان هم وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوټې نیولي دي، چې ورسره ددې ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات د نور کلونو په پرته د پام وړ ډېر شوي دي. خو د دوی اندېښنه داده، چې سږکال یې بیې ټیټې شوي دي. د دوی په خبره چین او ګاونډویو هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو پر وړاندې خنډونه ددې لامل شوي، چې د تېرکال په پرتله د جلغوزیو بیه ټیټه شي.
د پکتیکا د جلوزیو کاروباریان له حکومته غواړي، چې په دې ولایت کې دې دوی ته د جلغوزیو د پروسس مرکزونه او خونې جوړې کړي، ترڅو خپل محصولات په کور دننه پروسس او نړیوالو ماکېټونو ته صادر کړي.
د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي محمدصدیق کلونه کیږي، چې د جلغوزیو پېر او پلور کوي، هغه وایي، چې نورو کلونو ته په کتو د پکتیکا د جلغوزیو سږني حاصلات ډېر شوي دي، هغه د حکومت له خوا د هوایي دهلیز له لارې بهر ته د جلغوزیو پر صادارتو خوښ دی او وایي، چې په دې سره ګاونډی هېواد ته د جلغوزیو د ناقانونه صادرېدو مخه نیول شوې ده، چې ورسره سلګونه بې کارو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د افغانستان جلغوزې چې په نړیوالو بازارونو کې په ‹توره طلا› هم شهرت لري، چین، هند او پاکستان یې تر نورو ستر مشتریان دي.
د جلغوزیو نیالګي په خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان کې لګول کېږي، چې ډېره برخه د هېواد له سوېل ختیځو ولایتونو را ټولېږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS