زابل کې ۲۵۷ مېرمنې د سبو د کرکېلي په برخه کې وروزل شول

content_admin
Sun, Oct 18 2020 3:20 PM
زابل کې ۲۵۷ مېرمنې د سبو د کرکېلي په برخه کې وروزل شول
۲۷ تله ۱۳۹۹
د زابل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کروندګرو مېرمنو د پوهې او وړتیا لوړولو په پار ۲۵۷ مېرمنو ته په کورنیو باغچو او شنوخونو کې د سبو د کرکېلي لارې چارې وښودل شوې.
دغه روزنیزه برنامه د زابل ولایت په مرکز کلات کې په لاره اچول شوې وه.
په یاده برنامه کې ګډونکوونکې مېرمنې له دې روزنیزې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د کرکېلي په برخه کې اړین روزنې د کرنې په برخه کې د دوی د کارونو د ښه والي لامل کیږي او د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.
په ورته وخت کې په دې روزنیز پروګرام کې په ۲۵ مېرمنو د سبو د کرکېلي په پار شنې خونې هم وېشل شوي دي.
دغه شنې خونې د مېرمنو د اقتصادي ځواکمنتیا او په کورنیو کې د خوړو د خوندیتوب په موخه پر کروندګرو مېرمنو وېشل شوي دي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په ژمي کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه وېشل شوي دي. دغه شنې خونې کروندګرو مېرمنو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS