زابل کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۲۷ تله ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې د بڼونو دحاصل ټولولو ۳۵ کېټونه، د ښاخبری وړه او غټه قیچې او د ښاخبري اره شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د زابل دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.