د کرنې وزارت په ادارې غونډه کې: د ۱۴۰۰مالي کال پر بودیجې خبرې اترې وشوې

mail-admin
Wed, Sep 30 2020 3:12 PM
برگزاری جلسه‌ی اداری وزارت زراعت: بحث روی بودجه‌ی سال مالی ۱۴۰۰
 
۹ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ادارې غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي ددې بودیجې په هکله اړین مالومات وړاندې کړ او وویل، چې بنسټیز وړاندیزونه شتون لري.
تر هغه وروسته، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او یوشمېر رییسانو د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې او برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د ۱۴۰۰ په بودیجه کې پر نوښتونو ټینګار وکړ او وویل، چې د راتلونکي کال په بودیجه کې باید نوښتونه رامنځته شي او دغه راز دا نوښتونه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې اغېزمنتوب او معقولیت ته په پام سره باید تر سره شي.
په همدې حال کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري غونډې ته په ویناکې وویل غوره ده، چې د ۱۴۰۰مالي کال په بودیجه کې د عالي اقتصادي شورا تایید شوې طرحې شامل شي.
په پای کې دکرنې وزارت سرپرست وویل، چې باید د بودیجې کمېټه جوړه شې او په دې برخه کې مفکورې پراختیا ومومي، ترڅو د بودیجې د لګولو اغېزمنتوب ډېر شي.

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS