قاسم جان: هیله مې داده، چې د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شي

mail-admin
قاسم جان: هیله مې داده، چې د بڼوالۍ له عاید سره مې اقتصادي وضعیت ښه شي


بزګر (دهقان) اوونیزه/جمعه‌ګل اشرفی
په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو د څلورو ګټه وټه له کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ سره تړلې ده. په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوی، چې په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له یوې خوا په دغو برخو کې زموږ هېواد ځان بساینې ته نږدې شي او له بلې خوانه د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو عواید ډېر او اقتصادي ستونزي یې هوارې شي.
کرنې وزارت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره د نورو اړینو مرستو ترڅنګ پر بزګرانو د کرکېلي په موخه اصلاح شوي تخمونه هم وېشي او ددې ترڅنګ بڼوالو لپاره دعصري او مډرنه بڼونو جوړولو ترڅنګ وخت پر وخت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره روزنیزې برنامې جوړوي ترڅو له مدرن او عصري کرکېلي، بڼوالۍ او مالدارۍ سره بلد شي او له خپلو کروندو، بڼونو او مالونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی قاسم جان هغه بڼوال دی، چې د مڼو ۱۲۰۰ ونې لري او د بڼ سږني حاصلات یې هم د پام وړ زیاته شوې ده.
قاسم جان وویل: «حاصلات مو ښه دي خو د محصولاتو پلور ته مو مارکېت نشته او موږ اړیو چې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅ کړو، ځکه په کافي اندازه سړې خونې نه لرو که خپل محصولات وساتو نو خوساکیږي.» قاسم جان له حکومته غواړي، چې په دې ولایت کې د مېوو د سړوخونو د جوړلو ترڅنګ د دوی محصولاتو ته په نړیواله کچه بازار موندنه وکړي، ترڅو ددې ولایت د بزګرانو او بڼوال محصولاتو ته د پلور زمینه برابره او د دوی اقتصاد ورسره وده وکړي.هغه وایي، د مڼو سږني حاصلات یې ډېر دي خو هیله لري، چې ورته مناسب بازار پیدا شي، چې ورسره یې اقتصادي وضعیت ښه شي.
هغه په دې ولایت کې دکرنې وزارت کړنې او هلې ځلې ستایې او مننه ترې کوي، خو د قاسمجان په خبره دغه چارې ددې ولایت دبڼوالو ډېرې ستونزې نه شي هوارولئ او دوی ته بسنه نه کوي.
په پکتیکا کې بېلابېل مېووې شتون لري خو ددې ولایت مڼه ښه حاصل ورکوي. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې پکتیکا په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د دغه ولایت مشهورې مڼې، مارلينګ، بيروتۍ، جاپاني، ناکي، کاله او ژېړې دي، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، انګور، الوبخارا، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولايت کې پرېمانه کيږي او د هېواد يو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کيږي.
د پکتیکا اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو ښه حاصل ورکوي.
د اټکل له مخې په دې ولایت کې د مڼو څه باندې ۱۸ زره او ۸۰۰ بڼونه شتون لري، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوي دي. د دغو مڼو له ډلې مارلينګ، بيروتۍ، جاپاني، ناکي، کاله او ژېړې مڼې د یادولو دي.
یوسف خېل، یحی خېل، ارګون، سروبي، خیرکوټ، مټاخان، جانیخېل او سروضي ولسوالۍ او د پکتیکا مرکز شرنه په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمي دي.