ارزګان کې د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
Sat, Jun 27 2020 10:35 PM
ارزګان کې د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې جوړیږي


۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې  د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې جوړ وي. په همدې موخه د ارزګان د کرنې ریاست ددې ولایت پر  پنځه بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د  ارزګان د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د دودولو په پار پنځه ننداریزې قطعې جوړیږي. د دوی  په خبره ددغو  ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پربزګرانو د زعفرانو پیاز، ماسکونه، تشتونه، د زعفرانو راټولولو جالۍ، فینسونه، دست کشې، د زعفرانو ساتلو بوتلونه، تقویتي سرې او نور اړونده توکي وېشل شوي دي. د ارزګان دکرنې ریاست دغه راز وویل، چې ددغو توکو ترڅنګ یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه ورکړل شوي او په یاده برخه کې روزل شوي هم دي.
د ارزګان دکرنې ریاست وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. دوی وویل، چې د ارزګان ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS