پکتیا کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوې

content_admin
Tue, Jun 23 2020 9:39 AM
پکتیا کې د بروسلوز او طاعون پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوې
۳ چنګا ښ ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د یوې برنامې په ترڅ کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د څارویو د بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینونو کمپاین ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شوې، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وړو شخوند وهوونکي څاروي د طاعون او دغه راز د بروسلوز پر وړاندې واکسینیږي.
د پکتیا د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې کمپاین په لړ کې د یاد ولایت کوچني شخوند وهوونکي څاروې د طاعون او د بروسلوز پر وړاندې واکسین کړي.
ددې کمپاین په پلي کولو سره د کرنې ریاست موخه داده، چې په دغو واکسینونو سره په دې ولایت کې د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طاعون او دغه راز د بروسلوز ناروغۍ، چې په انسانانو او څارویو کې یوه ګډه ناروغي ده په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او هيڅ انسان او یا حیوان نور په دې ناروغۍ اخته نه شي.
بروسلوز يا حيواني محرقه د څارویو او انسانو تر منځ یوه ګډه باکتریايي ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته د خامو شیدو څښلو، له سقط شوي جنین او نورو پاتې شونو سره د تماس او د ککړو زراتو د تنفس له لارې لېږدي.
د بروسلوز واکسين یواځې ښځينه څارويو ته ورکول کېږي ځکه، چې هغوی د تکثر، توليد او تناسل وړتيا لري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS