د پکتیکا د جلغوزیو سږنۍ حاصلات د پام وړ ډېریږي

mail-admin
Sun, Jun 14 2020 12:40 PM
د پکتیکا د جلغوزیو سږنۍ حاصلات د پام وړ ډېریږي


۲۵ غبرګولی ۱۳۹۹ 
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو د ونو حاصلات او غوټې ته په کتو به سږکال ددې ولایت د جلغوزیو په حصالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د پکتیکا د کرنې ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د حصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کړي او ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «ګیان، زېړوک، سروبي، سروضه او اورګون» کې  د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار کورني قوریې جوړې کړي دي او یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.
د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی زاهدالرحمن وايي: «په تېرو شپږو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالۍ کې د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوټې نیولي دي. ددې ولسوالۍ د جلغوزیو سږنۍ حاصلات به د نور کلونو په پرته د پام وړ ډېر شي.»
پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS