کندهار کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل

mail-admin
Sun, May 03 2020 12:17 PM
کندهار کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل

۱۴ غویی ۱۳۹۹

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې تر دې دمه ددې ولایت په ۱۲ جریبه ځمکه کې ځمکنيی توتان کرل شوي، چې بزګر یې له حاصلاتو خوښ دي.

د هغو کسانو له ډلې، چې په کندهار کې یې ځمکني توتان کرلي یو هم ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی صفت الله قریشي دی. صفت الله قریشي درې کاله مخکې له ایټالیا څخه ځکمني توتان راوړي او په امتحاني ډول یې په شنه خونه کې روزلې وه، چې ښه پایله یې ورکړې وه. قریشي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو ښه پایلې ته په کتو اوس یې د شنوخونو ترڅنګ په خلاصه فضا کې هم ځمکني توتان کرلي، چې اوس نهه جریبه ځمکني توتان لري او د کال څلور فصله ورکوي، هر فصل کې یې له شپږ زره تر اته زره کیلو توتان راټولوي، چې په دې سره له یوه جریبه ځمکې څخه د کال څه باندې ۲۰ زره کیلو توتان راټولوي. قریشي وایي، چې دا مېوه په بازار کې ډېره کمه او تقاضا ورته ډېره ده او په بازار کې کیلو په ۱۲۰ افغانۍ خرڅیږي. قریشي وایي، په پام کې لري، چې راتلونکې کې په نورځمکو کې هم ځمکني توتان وکري. هغه په نورو بزګرانو د ځمکني توتانو نیالګي هم خرڅوي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله دود او کروندې یې زیاتې شيوحنا.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS