پکتیکا کې د ۳۰۰جریبه مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
Wed, Mar 25 2020 12:27 PM
 پکتیکا کې د ۳۰۰جریبه مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۶ وری ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د بدیل معیشت پروګرام له لارې ددې ولایت د مټاخان، جانیخېل، ارګون او مرکز ښرنه کې د ۳۰۰ جریبه مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو په پار د ۳۷ زره او ۵۰۰ نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوې، چې په هر بڼ کې یې ۱۲۵ نیالګي کېنول کیږي.
پکتیکا کې د ۳۰۰ جریبه نوي بڼونو دجوړولو چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې څو ورځې مخکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې په پکتیکا ولایت کې د ۶۵۰ جریبه مېوه لرونکو نوي بڼونو د جوړولو کمپاین هم پیل شوې وه.
دغه کمپاین، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا پیل شوې ده، په ترڅ کې به یې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ددې ولایت په جانیخیل او خیرکوټ ولسوالیو کې ۶۵۰جریبه نوي مېوه لرونکي بڼونه جوړ شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې ساري پرمختګ دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر دې سربېره، چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې پکتیکا ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS