پکتیا کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ولمانځل شوه

content_admin
Tue, Mar 10 2020 3:24 PM
پکتیا کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځ ولمانځل شوه

۲۰ کب ۱۳۹۸
د هېواد د یوشمېر نورو ولایتونو په شان په پکتیا کې هم د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ د نیالکیو په کېنول او د کمپاین په پیل سره ولمانځل شوه.
دغه کمپاین نن د پکتیا ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد الدین مومند، سیمه ییزو چارواکو، د مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو، بزګرانو او د پکتیا د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې پیل شو.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به په پکتیا کې ۲۲۱ زره مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي او ددې ترڅنګ یې سږ کال په پکتیا ولایت کې اته میلیونه د سپیدار قملې هم کېنول کیږي.

ښاغلي مومند همداراز وویل، چې د پکتیا ولایت د ځنګلونو د بیارغونې په پار د جلغوزیو او چهارمغزو ۳۶۰ کورني قوریې هم جوړې شوي دي، چې ورسره به ددې ولایت دوه زره او ۷۰۰ تخریب شوي ځنګلونه بیا رغول شوي دي.

په همدې حال کې دپکتیا مرستیال والي د کرنې ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ په خپلوخبرو کې ددې ولایت له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو ځمکو او کورونو کې دې مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وکري او ددې ولایت په سمسورتیا کې دې ونډه واخلي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS