د ننګرها دره نور کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګلابو ۲۰ پروسیس کوونکو سره د اړینو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
Thu, Nov 05 2026 10:24 AM
د ننګرها دره نور کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګلابو ۲۰ پروسیس کوونکو سره د اړینو وسایلو مرسته وشوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالی کې د ګلابو د پروسیس د دود پراختیا، د کورنیو تولیداتو د ارزښت لوړولو او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له ۲۰ تنو اصیلو ګلابو پروسیس کوونکو سره د پروسیس اړینو وسایلو او موادو مرسته وشوه.
دغه مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې«یوان‌اوډي‌سي»په مالي ملاتړ چمتو او ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، یادو ۲۰ تنو کسانو ته د ډاکار مؤسسې له لوري د ګلابو د پروسیس په برخه کې څلور میاشتې مسلکي روزنه ورکړل شوې او له روزنې وروسته هر یوه ته د ۷۰ زره افغانیو په ارزښت د اړینو وسایلو او موادو یوه کڅوړه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په هره کڅوړه کې د ګلابو د پروسیس لپاره نهه قلمه اړین وسایل او مواد شامل دي، چې د پروسیس کوونکو د کاري وړتیاوو په لوړولو، د هغوی د فعالیتونو په پراختیا او د تولیداتو د کیفیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.
د کرنې رئیس څرګنده کړه، چې د دې مرستې اساسي موخه د اصیلو ګلابو د پروسیس دود پراخول، د کورنیو تولیداتو ارزښت لوړول او د سیمې اوسېدونکو ته د کار او عاید مناسبې زمینې برابرول دي.
د کرنیزو محصولاتو پروسیس او ارزښت‌زیاتونه د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د ودې او د بزګرانو او پروسیس کوونکو د عوایدو د زیاتوالي له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. د مسلکي روزنې ترڅنګ د اړینو وسایلو او موادو برابرول د محصولاتو د کیفیت په ښه کولو، د بازارموندنې په پراختیا او د سیمه‌ییزو تولیداتو په اقتصادي ارزښت لوړولو کې اغېزناک رول لري.

توزیع تجهیزات و مواد مورد نیاز برای پروسس گل‌سرخ به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی برای ۲۰ پروسس‌کننده در دره‌نور ننگرهار
۱۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور گسترش روند پروسس گل‌سرخ، افزایش ارزش تولیدات داخلی و تقویت توان اقتصادی باشندگان محل، برای ۲۰ تن از پروسس‌کنندگان گل‌سرخ در ولسوالی دره‌نور ولایت ننگرهار، تجهیزات و مواد مورد نیاز پروسس به ارزش مجموعی ۱.۴ میلیون افغانی کمک شد.
این کمک به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با همکاری تخنیکی مؤسسه «داکار» و حمایت مالی دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC) فراهم و توزیع گردیده است.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار می‌گوید که این ۲۰ تن از سوی مؤسسه داکار، به مدت چهار ماه در بخش پروسس گل‌سرخ آموزش‌های مسلکی دریافت کرده‌اند و پس از تکمیل دوره آموزشی، به هر یک از آنان یک بسته تجهیزات و مواد مورد نیاز به ارزش ۷۰ هزار افغانی توزیع شده است.
به گفته وی، هر بسته شامل ۹ قلم وسایل و مواد ضروری برای پروسس گل‌سرخ می‌باشد که در بلندبردن ظرفیت کاری پروسس‌کنندگان، گسترش فعالیت‌های آنان و بهبود کیفیت تولیدات نقش مهم خواهد داشت.
رئیس زراعت ننگرهار افزود که هدف اساسی این کمک، گسترش فرهنگ پروسس گل‌سرخ، افزایش ارزش تولیدات داخلی و فراهم‌سازی زمینه‌های مناسب کار و درآمد برای باشندگان منطقه می‌باشد.
پروسس و ارزش‌افزایی محصولات زراعتی از راهکارهای مهم برای تقویت اقتصاد زراعتی، رشد تولیدات داخلی و افزایش درآمد دهاقین و پروسس‌کنندگان به شمار می‌رود. فراهم‌سازی آموزش‌های مسلکی در کنار تجهیزات و مواد مورد نیاز، در بهبود کیفیت محصولات، توسعه بازاریابی و افزایش ارزش اقتصادی تولیدات محلی نقش مؤثر دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS