دهلمند په نادعلي کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Tue, Oct 27 2026 10:29 AM
دهلمند په نادعلي کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ،«د اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، هر مستحق کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم ورکول کېږي، څو بزګران وکولای شي د کرنې په برخه کې له اصلاح شویو تخمونو څخه ګټه واخلي او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره شي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د اړوندو مؤسسو له فعالیتونو هرکلی کوي او هڅه کوي، چې د کروندګرو ستونزو ته د رسېدنې او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره د همغږۍ له لارې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شویو تخمونو کارول د کرنیزو حاصلاتو د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.


آغاز روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای ۱۵۰۰ دهقان در ولسوالی نادعلی ولایت هلمند
۵ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند و با همکاری تخنیکی مؤسسه «اف‌جی‌ای» و حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای ۱۵۰۰ دهقان در ولسوالی نادعلی این ولایت آغاز شد.
بر اساس این برنامه، به هر دهقان مستحق ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم توزیع می‌شود تا دهقانان بتوانند از تخم‌های اصلاح‌شده در کشت گندم استفاده کرده و زمینه افزایش حاصلات این محصول را فراهم سازند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند از فعالیت مؤسسات همکار در راستای گسترش خدمات زراعتی و حمایت از دهقانان استقبال نموده و تلاش می‌کند از طریق هماهنگی با نهادهای مربوط، برای رسیدگی به مشکلات دهقانان و افزایش محصولات زراعتی گام‌های مؤثر بردارد.
گفتنی است که استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده نقش مهمی در بهبود حاصلات زراعتی و تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS