د کرنې وزارت له لوري د کندهار په عینو مېنه کې د معیاري ښارګوټي جوړولو په‌پار ۹۶۰۰ جریبه ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
Sun, Aug 30 2026 3:13 PM
د کرنې وزارت له لوري د کندهار په عینو مېنه کې د معیاري ښارګوټي جوړولو په‌پار ۹۶۰۰ جریبه ځمکه ولېږدول شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالی د عینو مېنې ختیځ لوري ته ۹۶۰۰،۹۳ جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت ته د یوه معیاري ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د ځمکې د لېږد په تړاو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په ریاست کې غونډه جوړه شوې وه، چې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنې او املاکو رئیس مولوي نقیب احمد الفرقاني پکې ګډون کړی و.
یاده ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت د وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) حکم پر بنسټ، د اراضۍ ریاست له لوري دغه وزارت ته ولېږدول شوه.
د ځمکې د لېږد تړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنې او املاکو رییس مولوي نقیب احمد الفرقاني ترمنځ لاسلیک شو.
د چارواکو په وینا، د دې ځمکې د انتقال موخه د کندهار ولایت د دامان ولسوالی د عینو مېنې ختیځ لوري ته د یوه معیاري ښارګوټي جوړول دي، چې د ښاري پراختیا او منظمې استوګنې په برخه کې به زمینه برابره کړي.


از سوی وزارت زراعت، ۹۶۰۰ جریب زمین برای ساخت شهرک معیاری در عینو مینه کندهار انتقال داده شد
۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ۹۶۰۰.۹۳ جریب زمین را در شرق عینو مینه، مربوط به ولسوالی دامان ولایت کندهار، به منظور ساخت یک شهرک معیاری به وزارت شهرسازی و مسکن انتقال داد.
به همین منظور، نشستی در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد که در آن مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی وزارت زراعت، مولوی عبدالجبار خالد، رئیس استملاک و اسکان مجدد، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین و مولوی نقیب احمد الفرقانی، رئیس اسکان و املاک وزارت شهرسازی و مسکن، حضور داشتند.
زمین یادشده بر اساس پیشنهاد وزارت شهرسازی و مسکن و حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از سوی ریاست اراضی به این وزارت انتقال داده شد.
توافق‌نامه انتقال زمین میان مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی وزارت زراعت، حافظ عبدالکبیر زاهد، رئیس انتقال و توزیع زمین و مولوی نقیب احمد الفرقانی، رئیس اسکان و املاک وزارت شهرسازی و مسکن، به امضا رسید.
به گفته مسئولان، هدف از انتقال این زمین، ساخت یک شهرک معیاری در شرق عینو مینه، مربوط به ولسوالی دامان ولایت کندهار، است که در زمینه توسعه شهری و فراهم‌سازی زمینه برای اسکان منظم، نقش مهمی خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS