د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

mail-admin
Wed, Jul 22 2026 3:44 PM
د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو غړو ته د ځنګلونو د ساتنې او د ونو د پرېکولو د مخنیوي په موخه ۷۳۶ پایه لمریز نغري ووېشل شول.
یاد لمریز نغري د دې لپاره ورکړل شول، چې خلک وکولای شي د سون توکو د کم استعمال له لارې د ځنګلونو په ساتنه کې مرسته وکړي او د چاپېریال د ککړتیا په کمولو کې ونډه واخلي. د وېش په ترڅ کې هر مستحق شخص ته یوه پایه لمریز نغری ورکړل شو.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر مولوي رفیع‌الله ریحان، د کرنې متخصص انجینر سید حسن تکل، د زرمت ولسوالۍ مرستیال ولسوال، د اړیکو دفتر مسئولینو او د ځنګل‌دارۍ ټولنو یو شمېر غړو ګډون کړی وو.
د مراسمو پر مهال د طبیعي سرچینو آمر مولوي رفیع‌الله ریحان له ګډونوالو وغوښتل چې له ورکړل شویو لمریزو نغریو څخه په سمه او اغېزمنه توګه استفاده وکړي او د ځنګلونو د ساتنې، پراختیا او د غیرقانوني پرېکولو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
همدارنګه، د کرنې متخصص انجینر سید حسن تکل د ویش په پای کې له خلکو وغوښتل چې د لمریزو نغریو د کارونې دود عام کړي، څو نور خلک هم له دې ګټورې وسیلې څخه استفاده وکړي او د طبیعي سرچینو په ساتنه کې ګډه ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د لمریزو نغریو وېش د ځنګلونو د ساتنې، د طبیعي سرچینو د مدیریت او د بدیل معیشت د ترویج په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي. د دې پروګرام په پلي کېدو سره به د سون توکو پر طبیعي سرچینو فشار کم، د ځنګلونو د تخریب مخنیوی وشي او د طبیعي سرچینو له غیر مسؤلانه استفادې څخه به ډډه وشي.


۷۳۶ اجاق آفتابی میان اعضای انجمن‌های جنگلداری در ولسوالی‌های زرمت و روحانی بابا ولایت پکتیا توزیع شد
۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا از طریق دفتر روابط خود، به منظور حفاظت از جنگل‌ها و جلوگیری از قطع درختان، ۷۳۶ پایه اجاق آفتابی را میان اعضای انجمن‌های جنگلداری در مناطق مربوط به ولسوالی‌های زرمت و روحانی بابا توزیع کرد.
این اجاق‌های آفتابی با هدف کاهش مصرف سوخت، کمک به حفاظت از جنگل‌ها و کاهش آلودگی محیط زیست در اختیار مردم قرار گرفت. در جریان این برنامه، به هر فرد مستحق یک پایه اجاق آفتابی توزیع شد.
در مراسم توزیع، مولوی رفیع‌الله ریحان آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، انجینر سید حسن تکل متخصص زراعت، معاون ولسوال زرمت، مسئولان دفتر روابط و شماری از اعضای انجمن‌های جنگلداری حضور داشتند.
مولوی رفیع‌الله ریحان از اشتراک‌کنندگان خواست تا از اجاق‌های آفتابی به‌گونه درست و مؤثر استفاده کرده و در حفاظت، توسعه جنگل‌ها و جلوگیری از قطع غیرقانونی درختان مسئولیت خود را ادا کنند.
همچنین انجینر سید حسن تکل در پایان مراسم از مردم خواست تا استفاده از اجاق‌های آفتابی را ترویج کنند تا سایر خانواده‌ها نیز از این وسیله مفید بهره‌مند شده و در حفاظت از منابع طبیعی سهم بگیرند.
قابل یادآوری است که توزیع اجاق‌های آفتابی، گامی مهم در راستای حفاظت از جنگل‌ها، مدیریت منابع طبیعی و ترویج معیشت بدیل به شمار می‌رود. با اجرای این برنامه، فشار بر منابع طبیعی برای تأمین سوخت کاهش یافته، از تخریب جنگل‌ها جلوگیری می‌شود و زمینه استفاده مسئولانه‌تر از منابع طبیعی فراهم خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS