د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۳ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
Mon, Jul 06 2026 9:01 AM
د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۳ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ‌پُل سیمه کې د ۱۳ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیوله.
د مسؤلینو په وینا، په نیول شویو توکو کې د کرنیزو نباتاتو بېلابېل ډوله درمل شامل وو، چې غوښتل کېدل په پټه او غیر قانوني توګه د هلمند بارمچي له لارې د زرنج په وسیله کندهار ښار ته ولېږدول شي.
سرچینې زیاتوي، یاد درمل د قرنطین مسؤلینو د پر وخت هڅو او همغږۍ په پایله کې د باغ‌پُل په سیمه کې کشف او ضبط شول، او د قاچاق هڅه یې شنډه کړه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د همدې مسؤلینو له لوري له پاکستان څخه کندهار ته د لسګونه کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه نیول شوې وه.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د غیر قانوني او بې کیفیته کرنیزو درملو د قاچاق پر وړاندې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د بزګرانو، کرنیزو حاصلاتو او چاپېریال خوندیتوب یقیني شي.


جلوگیری از انتقال ۱۳ کارتن دواهای کیمیاوی قاچاقی زراعتی در ساحه باغ‌پل کندهار
۱۵ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
به رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، مسئولان قرنطین مدیریت حفاظت نباتات از انتقال ۱۳ کارتن دواهای کیمیاوی قاچاقی زراعتی در ساحه باغ‌پل مربوط ناحیه هفتم شهر کندهار جلوگیری کردند.
به گفته مسئولان، در میان اموال ضبط‌شده، انواع مختلف دواهای کیمیاوی زراعتی وجود داشت که قرار بود به‌گونه پنهانی و غیرقانونی از مسیر بارمچه ولایت هلمند توسط موتر زرنج به شهر کندهار انتقال داده شود.
منابع می‌افزایند که این دواها در نتیجه تلاش‌ها و هماهنگی به‌موقع مسئولان قرنطین در ساحه باغ‌پل کشف و ضبط شد و از انتقال قاچاقی آن جلوگیری به عمل آمد.
قابل یادآوری است که چندی پیش نیز همین مسئولان از انتقال ده‌ها کارتن دواهای کیمیاوی قاچاقی زراعتی از پاکستان به ولایت کندهار جلوگیری کرده بودند.
مسئولان ریاست زراعت می‌گویند که تلاش‌ها برای جلوگیری از قاچاق دواهای کیمیاوی زراعتی غیرقانونی و بی‌کیفیت ادامه خواهد داشت تا از دهاقین، محصولات زراعتی و محیط زیست حفاظت شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS