د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

mail-admin
Wed, Jul 01 2026 8:59 AM
اشتراک سخنگوی وزارت زراعت در نشست هماهنگی سخنگویان ادارات امارتی

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
یاده غونډه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، مولوي شیر محمد حاتمي پکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لاسته راوړنو او کاري پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د یوه خدماتي بنسټ په توګه تل هڅه کړې، څو خپلې خدماتي چارې، فعالیتونه او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې پر وخت له خلکو سره شریکې کړي.
ښاغلي حاتمي همداراز ټینګار وکړ، چې د بزګرانو او مالدارانو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د اطلاع‌رسونې بېلابېل پروګرامونه او میکانېزمونه عملي شوي، ترڅو اړین معلومات په اغېزمنه توګه هېوادوالو ته ورسول شي.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، له رسنیو سره د همکاریو پر پراختیا او د امارتي ادارو د فعالیتونو، خدمتونو او لاسته راوړنو پر اغېزمن انعکاس ټینګار وکړ. نوموړي د اغېزمنې اطلاع‌رسونې رول د عامه پوهاوي د لوړولو او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS