د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

user-admin
Wed, Jun 10 2026 6:30 PM
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠  کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې د کانال او چکډېم جوړولو  په برخه کې دسیمې ٢١٠ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوي ده، چې ٤٠ تنو ماهر او غیر ماهرو کاریګرو ته نغدې پیسې ورکړل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي  کانال او چکډېم  کې ٢١٠ تنو ته د ٣٠ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې یاد کانال ٦٢٢ متره اوږدوالې لري، چې دکانال په مسیر کې اړتیا ته په کتو بېلابېل ساختمانونه جوړېږي چې ددې سره به ١٤٥٥  جریبه ځمکي خړوبي او په منظم دول اوبه ورسېږي.
د ننګرهار دکرنې رییس وایي، چې د کانالونواو چکدېمونو جوړولو موخه د اوبو ښه مدیریت، ضایعاتو مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو تاندول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS