د خوست دوو ولسوالیو کې پر ١٠٠ بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, Jun 04 2026 12:53 PM
د خوست دوو ولسوالیو کې پر ١٠٠ بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلېشیرو/تریزیو او صبریو/یعقوبیو ولسوالیو پر ١٠٠ بزګرانو د دوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابر ولو په پار د سبو او مېوو وچولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل کړی دی. د چارواکو په خبره چې له ډلې ۶۵ تنه په علېشیرو/تریزیو او ۳۵ تنه په صبریو/یعقوبیو ولسوالۍ کې تر پوښښ لاندې دي.
ددې مرستې د وېش پرمهال د «اوآرډي» مؤسسې چارواکو د ذکرشوو ماشینونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې زیاته یې کړه، چې د سبو او مېوو د رفع حاصل پر وخت یې بیې ټیټ او بزګران نشي کولای چې د غوښتنې مطابق عواید ترلاسه کړي، چې وچول یې اسانه او معقوله لار ده. په همدی اساس مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت وشوو کولای د ١٠٠ بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.
 دغه راز د خوست دکرنې ریاست چارواکو دکرنې ریاست په استازولۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او همکاري مؤسسې «اوآرډي» مسؤلینو ته د هرکلی ترڅنګ د «اوآرډي» مؤسسې د ښې او پروخت همغږۍ، باکیفیته او شفاف کارونو له امله مننه او قدردانې وکړه، او بزګرانو ته یې هدایت وکړه چې د ماشینونو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي او هم یې ښه ساتنه او حفاظت وکړي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ورته پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د کرنې سکتور پیاوړی کړي، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي او د هغوی د عوایدو زیاتوالي زمینه برابره کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS