د ننګرهار دکرنې رییس د ګوشتې ولسوالی دکرنې او مالدارۍ د برخې ستونزې واورېدې
۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه.ق
د ګوشتې ولسوالی علماء کرامو، قومي مشرانو او سپینږیرو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره په لیدنه کې د خپلو سېمو پر شته ستونزو، ننګونو اوفرصتونو خبرې وکړې.
علماء کرامو، قومي مخورو او سپین ږیرو د کرنې، او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه. همدارنګه هغوی دځمکو اجارو ورکړې، په ځمکو کې د اجارې اجازې، بېکارۍ د زیاتوالي او نورو بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمدد هغوی ستونزې په پوره غور سره واورېدې او علماء کرامو، قومي مشرانو او سپینږیرو ته یې ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د حل په موخه ددې ادارې تر چتر لاندې همکارو ادارو او مرستندویو مؤسسو سره شریکې کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د دولسونو ستونزو ته به لازمه پاملرنه وشي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.
