کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول
۲۱ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د داخلي او خارجي پرازیټونو د مخنیوي په موخه درمل شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، په درمل شویو څارویو کې ۲۴ زره څاروي د لوړ میوند ولسوالی، ۲۴ زره څاروي د کښته شاولیکوټ ولسوالی، ۴۰ زره څاروي د معروف ولسوالی او ۴۰ زره څاروي د ارغستان ولسوالی شامل دي، چې پکې غواګانې، پسونه، وزې او نور لوی او کوچني څاروي شامل وو.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلین وایي، د دغه کمپاین اساسي موخه په څارویو کې د داخلي او خارجي پرازیټونو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوی، د څارویو روغتیا ساتنه، د وقایوي تدابیرو پیاوړتیا او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی.
هغوی زیاته کړه، روغ او سالم څاروي نه یوازې د مالدارانو عاید زیاتوي، بلکې د غوښې، شیدو او نورو حیواني محصولاتو په تولید کې هم مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه کمپاین درې اوونۍ وړاندې د کندهار په ۱۶ ولسوالیو کې د مسلکي کارکوونکو له لوري پیل شوی، او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درېیو اوونیو کې به یې ټولې چارې بشپړې شي.
