کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

mail-admin
Mon, May 11 2026 4:05 PM
کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ډېر کسان يي په مستقیم ډول په کار بوخت کړي دي.
د یاد آمریت د معلوماتو له مخي، د کندهار په شاوخوا ۱۷ ولسوالیو کي د توتو کرنه شوې ده، چي له دې ډلې ارغنداب، پنجوایي، ډنډ، ژړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو توتونه د پلور لپاره بازارونو ته راوړل کېږي.
په همدې حال کي د توتو پلورونکي هم له خپلو عوایدو خوښ دي او وایي، د کندهار توت ځانګړی رنګ، خوند او لوړ کیفیت لري، چي له همدې امله يي مینه‌وال زیات دي.
د یادوني وړ ده، چي سږ کال په کندهار کي د توتو بیه هم مناسبه ده، او د کندهار ښار ترڅنګ کابل او فراه ولایتونو ته هم صادېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS