د ننګرهار کرنې ریاست د مالدارۍ په لابراټوار کې لسګونو زده کړیالانو ته عملي روزنه ورکړل شوه
۱۰ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د ناروغیو تشخیص لابراټوار کې د ننګرهار کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ د وټرنرۍ څانګي د څوارلسم ټولګي ٦٩ زده کړیالانو ته د یوې اوونۍ په موده کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د لابراټوار مسؤلینو په وینا زده کړیالانو ته د لابراټواري وسایلو کارونې، د نمونو اخېستلو، تشخصي ازموینو عملي تطبیق او د معاصرو لابراتواري پروسیجرونو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شول.
همدارنګه په لابراټوار کې دټولني او ځان خوندیتوب(بایوسفټي او بایو سیکوریټي) په هکله زده کړیالانو ته مکمل معلومات ورکړل شو.
په لابراټوار کې د عملي زده کړو وروسته محصلین په لابراټوار کې د ورځنیو چارو ښه تطبیق سربېره د د کاري منظم همغږۍ او دندو په بهیر کې مثبت رول لوبوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په تېر کې هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هر کال سلګونه زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړې ده او په راتلوونکي کې هم د ځوان نسل او علمي کدرونو په عملي روزنه کې نه ستړي کېدونکي هڅې کوي.
