فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه
۱ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خانچارباغ ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې د افغان–ازبېک ګډ بڼ د جوړولو د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سلاکارانو هم د یاد پلاوی ملتیا کاوه او د کار د پرمختګ او د سیمې د وضعیت په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.
پلاوي د سیمې له کتنې او د اوسني وضعیت له ارزونې وروسته لارښوونه وکړه، چې د دې پروژې عملي کارونه او په یاد بڼ کې د نیالګیو کېنول دې په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې دا بڼ د فاریاب ولایت د خانچارباغ ولسوالی کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، چې موخه یې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا او د بڼوالۍ پراختیا بلل شوې ده.
