د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Apr 21 2026 9:09 AM
دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، دخپل کارپه دفتر کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د همغږۍ پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او د تخمونو، کیمیاوي سرو او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې د اغېزمنو پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې ادارې تېرو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل، چې په تېرو دوو لسیزو کې د تخمونو د ځان بسیاینې په برخه کې بنسټیز اقدامات نه دي شوي او د بزګرانو اړتیاوې په مطلوب ډول نه دي پوره شوې. نوموړي د یادې ادارې له مسؤلینو وغوښتل، چې پروژې دې په اغېزمن، شفاف او د کرنې سکتور د واقعي اړتیاوو سره سمې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یو تخصصي بنسټ دی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې فعالیت کوي او د کرنې، مالدارۍ، اوبو مدیریت، تغذیې او اقلیمي بدلونونو په برخو کې کار کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS