د کندهار ښار او څلورو ولسوالیو کي ۷۲۰۰ نوي مېوه لرونکي نیالګي کښېنول شوي

mail-admin
Mon, Apr 20 2026 10:51 AM

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ترکیې هېواد د بشري او خیريه مؤسسې (آی‌اچ‌اچ) په مالي ملاتړ او د کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمي څارني لاندي په کندهار ښار، کښته شاولیکوټ، ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالیو کي ۷۲۰۰ مېوه لرونکي نیالګي چي شپږ ډوله بېلابېل ډولونه لري کښېنول شوي دي.
 د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې نیالګیو کي د انارو، پستې، لیمو، مالټې، نارنج او شفتالو نیالګي شامل وه، چې په یادو څلورو ولسوالیو او ښار کې یې د کښېنولو چارې بشپړې شوې دي. 
د چارواکو په وینا د یادو نیالګیو اېښودلو څخه موخه د نوي مېوه لرونکو نیالګیو پراختیا، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ او بزګرانو ته د نوي مېوه لرونکو نیالګیو معرفي او ترویج کول دي.
د یادوني وړ ده، چې کندهار کي د یاد شمېرنیالګیو ترڅنګ روان کال ۵۵۰ زره نور نیالګي هم د کرنې ریاست، شخصي فارمدارانو او اشخاصو له لوري کښېنول شوي دي.


در شهر قندهار و چهار ولسوالی، ۷۲۰۰ نهال جدید میوه‌دهنده غرس شد
۳۱ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری قندهار، با حمایت مالی مؤسسه بشری و خیریه کشور ترکیه (آی‌اچ‌اچ) و تحت نظارت مستقیم آمریت امور زراعتی، ۷۲۰۰ نهال میوه‌دهنده در شهر قندهار، ولسوالی‌های کښته شاولیکوت، دند، دامان و ارغنداب غرس گردید.
مسئولان ریاست زراعت قندهار می‌گویند که این نهال‌ها شامل شش نوع مختلف از جمله انار، پسته، لیمو، مالته، نارنج و شفتالو می‌باشد که روند غرس آن‌ها در این ولسوالی‌ها و شهر تکمیل شده است.
به گفته مسئولان، هدف از غرس این نهال‌ها توسعه نهال‌های جدید میوه‌دهنده، حمایت اقتصادی از دهقانان و معرفی و ترویج انواع جدید نهال‌های میوه‌دهنده می‌باشد.
قابل یادآوری است که علاوه بر این تعداد نهال، در سال جاری ۵۵۰ هزار نهال دیگر نیز توسط ریاست زراعت، فارم‌داران خصوصی و اشخاص در قندهار غرس شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS