د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو او درسي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sun, Feb 08 2026 9:35 AM

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د یاد وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو څخه لیدنه وکړه او همدارنګه یې د مالي او اداري معینیت او د کرنې او مالدارۍ د معینیت د کارکوونکو د درسي بهیر څارنه هم ترسره کړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې مولوي محب‌الله انعام د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د ریاست له اداري او تعلیمي فعالیتونو څخه کتنه وکړه او د دې ادارې له مسؤلینو او کارکوونکو سره یې د نبوي سیرت، د لمانځه ادا کولو، درسي پروګرامونو ته د پابندۍ او د اسلامي اخلاقو د مراعتولو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي ارزښتونو مراعتول د اداري دندو د سم ترسره کولو ترڅنګ، د خدمتونو د ښه‌والي او د اداري نظم د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
په دې پروګرام کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس او مدرس او د اړوندو ادارو ټولو مدیرانو ګډون درلود. همدارنګه، د جومات امام مولوي جمعه‌جان، او سلاکار مولوي شفیق‌الله، د دې لیدنې پر مهال د دعوت او ارشاد رییس ملتیا کوله.
دغه راز د دعوت او ارشاد رییس د وزارت د مقام، د مالي او اداري معینیت او د کرنې او مالدارۍ معینیت له درسي پروګرامونو څخه هم څارنه وکړه او د استادانو او ګډونوالو د هڅو د ستاینې تر څنګ یې د تعلیمي او تربیوي پروګرامونو د منظم دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.


بازدید رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت از دفاتر صندوق وجهی انکشاف زراعتی و برنامه‌های درسی این وزارت 
۱۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی محب‌الله انعام رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از دفاتر صندوق وجهی انکشاف زراعتی این وزارت بازدید نموده و همچنان از جریان درس‌های کارمندان معینیت مالی و اداری و معینیت زراعت و مالداری نیز نظارت به عمل آورد.
در جریان این بازدید، مولوی محب‌الله انعام از فعالیت‌های اداری و آموزشی ریاست صندوق وجهی انکشاف زراعتی دیدن کرده و برای مسئولان و کارمندان این اداره در مورد سیرت نبوی، ادای نماز، پابندی به برنامه‌های درسی و رعایت اخلاق اسلامی صحبت نمود. وی تأکید کرد که التزام به ارزش‌های اسلامی در کنار انجام درست وظایف اداری، نقش مهمی در بهبود خدمات و تقویت نظم اداری دارد.
در این برنامه رئیس و مدرس صندوق وجهی انکشاف زراعتی و تمام مدیران مربوط حضور داشتند. همچنان مولوی جمعه‌جان امام مسجد و مولوی شفیق‌الله مشاور، رئیس دعوت و ارشاد را در این بازدید همراهی می‌کردند.
همچنین رئیس دعوت و ارشاد از درس‌های مقام وزارت، معینیت مالی و اداری و معینیت مسلکی زراعت و مالداری نظارت نموده و ضمن قدردانی از تلاش استادان و اشتراک‌کنندگان، بر ادامه منظم برنامه‌های آموزشی و تربیتی تأکید ورزید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS