د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي
۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د نړۍوال خوراکي پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د بېلابېلو ودانیزو او پراختیایي پروژو عملي چارې روانې دي.
په دغو پروژو کې د اوبولګولو د یو حوض جوړول شامل دي، چې د ۲۷۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. همداراز د ۵۰۰ متره اوږد کانال، ۱۲ متري پایپ ترناب، او د ۱۰۰۰ متره اوږد کاریز د پاککارۍ چارې هم پکې شاملې دي. تر څنګ یې ۴۰۰۰ ترینچونه کېندل شوي، ۲۸۲ متره ګبیوني دیوال چې ۴ متره عرض او ۵ متره لوړوالی لري، جوړ شوی، او همدارنګه د ۹ کیلومتره سړک هموارکاري، پرکاري، تپککاري او د دوو پلچکونو جوړول هم د دغو پروژو برخه ده.
په ورته وخت کې، په مالدارۍ او کرنیزو برخو کې هم د پراختیايي فعالیتونو پلان شته، چې له مخې به یې ۱۶ شنې خونې جوړې شي او ۴۰ کورنیو ته به د خوړو د پروسس ځانګړي کیټونه، چې لمریز وچوونکي ماشینونه هم پکې شامل دي، ووېشل شي.
همدارنګه، ۱۷۸ تنه بزګران به درې میاشتینې مسلکي روزنې ترلاسه کړي او د روزنې تر بشپړېدو وروسته به ورته اصلاح شوي تخمونه او اړوند کاري وسایل هم ووېشل شي.
د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو پروګرامونو اساسي موخه د خوړو خوندیتوب ټینګښت، د اوبو د مدیریت پیاوړتیا، د کرنیزو بنسټیزو زیربناوو پراختیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
