پکتیا؛ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلالګو کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د کلالګو په سیمه کې د اوبولګولو د شبکې (کاریز او کانال) ودانیزې چارې بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د پکتیا ولایت د دفتر رییس مولوي نورالله ممتاز، د سیندیزې حوزې رییس مولوي کریم فاتح د اقتصاد ریاست استازې، د یادی ولسوالیۍ استازې، د اړیکو دفتر مسئولینو، د سیمې قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل: «د کلالګو لوی کاریز او کانال چې ۵۷۰ متره اوږدوالی لري، د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له لوري د ۷۴۳۷ زره افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې په ګټې اخیستنې سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «بزګران د هېواد د اقتصاد ملا تیر دي، او موږ هڅه کوو چې د دوی د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دا ډول بنسټیزې او ګټورې پروژې پلي کړو».
نوموړي همدارنګه وویل، چې د دې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې شاوخوا ۳۹۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي وو، او اوس چې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده، د اوبو د ضایعاتو مخه به ونیول شي او بزګران به د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې له اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د زرمت ولسوالۍ د کلالګو سیمې اوسېدونکو د پکتیا د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې د کرنې د پراختیا په برخه کې یې د دوی په سیمه کې ګڼې ګټورې پروژې پلي او بشپړې کړې دي.
