کونړ کې د غنمو پر نويو اصلاح شويو ډولونو پراخې څېړنې روانې دي

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 9:22 AM
کونړ کې د غنمو پر نويو اصلاح شويو ډولونو پراخې څېړنې روانې دي

۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سالارباغ څېړنیز فارم کې د غنمو د اصلاح او تولید د پراختیا په موخه پر بېلابېلو بوټو، په ځانګړي ډول پر غنمو، ګڼې علمي او عملي څېړنې روانې دي چې موخه یې د چاپېریالي شرایطو سره د نويو ډولونو د توافق ارزونه او د اصلاح شويو تخمونو تولید دی.
د یاد فارم د څېړنیزو فعالیتونو له مخې، د غنمو د اصلاح په برخه کې څلور بېلابېلې تجربې تطبیق شوې دي، چې په ترڅ کې یې د غنمو ۵۰ نويو ډولونو (لاینونو) مطالعه د اقلیمي او چاپېریالي شرایطو سره د برابرۍ په هدف ترسره کېږي. همدارنګه، د وچو (للَمي) سیمو لپاره د غنمو د ۲۴ نويو ډولونو جلا څېړنیزه تجربه روانه ده.
په همدې لړ کې، د غنمو د زرپخېدونکو (Early Matur) ډولونو په اړه یوه نړۍواله څېړنیزه تجربه هم تر کار لاندې ده، چې پکې د غنمو ۱۰۰ ډولونه د مطالعې او ارزونې په پړاو کې دي.
د ناروغیو د څېړنو په برخه کې، د غنمو د خاکسترکي (Powder Mildew) ناروغۍ د کیمیاوي کنټرول په موخه د څلورو بېلابېلو کیمیاوي درملو د اغېزمنتیا او موثریت مطالعه ترسره کېږي. سربېره پر دې، د غنمو په حاصلاتو د کښت د وخت د اغېزو د معلومولو لپاره ځانګړې څېړنیزې تجربې هم عملي شوي دي.
همدارنګه، د غنمو د مورني تخم د تولید په موخه، د سالارباغ څېړنیز فارم په دوه جریبه ځمکه کې د غنمو د «کونړ۲۰» او «نصرت ۲۰» په نومونو دوه اصلاح شوي ورایټۍ کرل شوې دي، چې موخه یې د تخم تولیدي شرکتونو له لوري د غنمو د نورو اصلاح شويو صنفونو د تخمونو تولید ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS