د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د «امید بهار» شرکت له عملیاتي رییس سره وکتل
۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور تر مشرۍ لاندې، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس او عرضې په برخه کې د همغږۍ ناسته، د هغه د کار په دفتر کې ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د «امید بهار» شرکت له هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د کورنیو تولیداتو د اغېزمنې استفادې د پیاوړتیا په موخه، د کرنې وزارت او کورنیو شرکتونو ترمنځ همکارۍ به د افغانستان د کرنیز سکتور د پراختیا په موخه به دوام ومومي.
همدارنګه په دې ناسته کې ټینګار وشو، چې ټول هغه کورني شرکتونه چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس وړتیا لري، مکلف دي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره اوږه په اوږه فعالیت وکړي. د کرنې وزارت هم ډاډ ورکړ، چې د دغو شرکتونو د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې به له هېڅ ډول هڅې څخه درېغ ونه کړي.
