د مالي او اداري مشاوریت

دمالی او اداری چارو مشاوریت لنډه پیژنده:

دمالی او ادرای چارو مشاوریت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په تشکیل کې یو حمایوي او سلا ورکوونکی دویمه رتبه بست دی چې  د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال له شروع څخه یې د وزارت په تشکیل کې رسماً په کار پیل کړی دی چې د وزارت ټولو حمایوی،تخنیکی او مسلکی ریاستونو سره د بودیجې په جوړلو او مصرف رسولو کې، دپراختیایی برنامو او پروژو په غرض د ډونرانو دجلب او جذب په خاطر د مالی او تدارکاتی اسنادونو  په تهیه کولو کې  د یو مرستیال او مشوره ورکونکي په توګه د قوانینو ،مقرراتو،کړنلارو او ډونرانو سره دتړونلیکونو د ژمنو د پلی کیدلو په  مقصد دیو مرستندویه په شکل خپله دنده سرته رسوي ترڅو وکولی شی د کرانې وزارت ستراتیژیکې موخې د طبعی منابعو د سالم تنظیم، دکرنیزو محصولاتو د باکیفیته ډیریښت ،دمالدارۍ د ودې او کرنیزاقتصاد د پراختیا له لارې په موثر شکل ترلاسه کړي.

لیدلوری:

مالی ،اداری او تدارکاتی چارو کې ګړندي توب ،روڼوالی او همغږي رامنځ ته کول ترڅو د وزارت اوږدمهالی موخې په خپل وخت او اغیزمنه توګه دطبعی زیرمود ښه  مدیریت ، دکرنیزو محصولاتو د باکیفیته ډیرښت او کرنیزاقتصاد درغونې له لارې ترلاسه شي

ماموریت:

دبودجه په تنظیم او مصرف  کې اغیزمنه ونډه اخیستل ،دمرستو په ترلاسه کولو او دمرسته کونکو سره د اغیزمنې همغږۍ رامنځ ته کول ،په مالی ،اداری او تدارکاتی چاروکې د کړندیتوب او روڼتیا رامنځ ته کولو په موخه جوړونکی  نظریات وړاندې کول او ټولو مالی،اداری او تدارکاتی چارو کې دنافذه قاوانینو،مقراراتو ،کړونلارو او د ډونرانو سره دشویو تړونلیکونو د ژمنو د پلی کیدلو څخه ډاډ ترلاسه کول

 وظایف اومسئولیتونه:

دوزارت دپراختیایی برنامو  او پروژو د تنظیم په موخه ګټوره او اغیزمنه همغږي رامنځ ته کول

دوزارت د برنامو او پروژو د اغیزمنتیا په موخه د موثرې ستراتیژۍ جوړولو په غرض نظریات وړاندې کول.

له بسپنه ورکونکو اداراتو او موسساتو  سره اغیزمنه اړیکه او همغږي د وزارت د پراختیایی برنامو او پروژو د تمویل په موخه رامنځ ته کول.

 دوزارت پراختیای برنامو دتمویل په موخه د ډونرانو دجلب او جذب په غرض مالی او تدارکاتی اسنادونو او پلانو تهیه کولو کې فعاله او اغېزمنه برخه اخیستل. 

مالی ،اداری او تدارکاتی چارو کې د نافذه قوانینو او ګړنلارو د پلي کیدلو او رعایت څخه ډاډ ترلاسه کول

دقوانینو ،مقراراتو او کړنلارو په رڼاکې دټولو هغه کارونو ترسره کول د وزارت دمقام له خوا سپارل کیږي