د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

mail-admin
Sun, Nov 23 2025 11:49 AM
د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ، ترڅو د عادي او پراختیایي بودجې لګښتونه او د عوایدو راټولولو پروسه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
ددې سفر پر مهال، د مالي او حسابي رییس او ورسره مل پلاوی د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د دې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
مولوي ضیاءالدین واقف په دې لیدنه کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د توشیح شوې اصولنامې پر بنسټ د عادي او پراختیایي بودجې د روڼ او اقتصادي لګښت پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د مالیې وزارت «متحدالمال» ته په اشارې وویل، چې د اسلامي امارت بودجه د کورنیو عوایدو له لارې تمویلېږي؛ نو ځکه، د عوایدو شفافه راټولونه، د عوایدو له ناقانونه کارونې څخه مخنیوی، د ټاکل شوو عایداتي موخو پوره کول، د عوایدو او لګښتونو د راپورونو پر وخت استول او د نوو عایداتي سرچینو رامنځته کول ځانګړی اهمیت لري.
د لغمان د کرنې رییس د پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د بودجې د لګښت او د عوایدو د راټولولو په برخو کې به خپلې چارې د ورکړل شوو هدایاتو مطابق پرمخ یوسي.


بررسی مصارف بودجه و عواید ریاست زراعت لغمان
۲ قوس ۱۴۰۴ هـ.ق
به اساس هدایت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، هیئتی به سرپرستی مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی، برای بررسی همه‌جانبه مصارف بودجه عادی و انکشافی و روند جمع‌آوری عواید به ولایت لغمان سفر کرد.
در جریان این سفر، رئیس مالی و حسابی و هیئت همراه با مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لغمان و کارمندان این ریاست دیدار نمودند و اهداف سفر را با آنان شریک ساختند.
مولوی ضیاءالدین واقف در این دیدار بر اهمیت مصرف شفاف و اقتصادی بودجه عادی و انکشافی مطابق با اصول‌نامه اجرای بودجه که از سوی عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله توشیح شده است تأکید کرد. وی همچنان به متحدالمال وزارت مالیه اشاره کرده و افزود که بودجه امارت اسلامی افغانستان از عواید داخلی تمویل می‌شود؛ بنابراین، جمع‌آوری شفاف عواید، جلوگیری از استفاده غیرقانونی از عواید، رسیدن به اهداف تعیین‌شده عایداتی، ارسال به‌موقع گزارش‌های عواید و مصارف و ایجاد منابع جدید درآمدی اهمیت ویژه دارد.
رئیس زراعت لغمان ضمن قدردانی از سفر هیئت، تعهد همکاری همه‌جانبه را ابراز کرده و اطمینان داد که این ریاست در بخش مصرف بودجه و جمع‌آوری عواید، روند کاری خود را مطابق با هدایات ارائه‌شده ادامه خواهد داد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS