د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰ مستحقو بزګرانو ترمنځ د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د وېش دغه بهیر د شولګرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې ترسره شوه. د پلان له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) ورکړل شوي دي.
دبلخ د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو چارو د ودې او د خوست ولایت د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي شوې ده.
بزګران د دې پروګرام هرکلی کوي او تمه لري، چې د یادو مرستو په مټ به د دوی د غنمو حاصلات د پام وړ لوړ شي.
