د ننګرهار وادې کرنیز شرکت: د ننګرهار کانال پروژه د ۳۱ زره هکتارو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري

mail-admin
Wed, Nov 05 2025 11:01 AM
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت: د ننګرهار کانال پروژه د ۳۱ زره هکتارو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت، د «ننګرهار کانال پروژه» د هېواد له مهمو او بنسټیزو اقتصادي، کرنیز او ټولنیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ختیځو ولایتونو د کرنیز سکتور د پیاوړتیا بنسټیزه ملا تړلې ده.
د یاد شرکت د اوبو د لوی نهر تازه او خوښوونکی وضعیت د ښې راتلونکې زېری ورکوي. د دغه ستر نهر اوبو عمومي ظرفیت ۵۰ متر مکعبه په ثانیه دی، چې د ۳۱ زره هکتارو کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري. دغه ځمکې د هېواد د کرنیزې ودې، د بزګرانو د اقتصادي ثبات او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره ځانګړی ارزښت لري.
اوس مهال د نهر اوبه په پرله‌پسې او پرېمانه توګه بهېږي. د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبو د ساتنې او څارنې سرپرست مولوي روح‌الله روحاني وايي، اوس شاوخوا ۵۰ متره مکعبه اوبه په ثانیه د څلورو فارمونو، کروندو، کرنیزو شرکتونو او اجاره لرونکو ځمکو ته په منظم ډول توزیع کېږي.
مولوي روحاني زیاتوي، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشرتابه هڅه کوي، د اوبو مدیریت، د نهر پاک ساتنه او تخنیکي څارنه لا معیاري کړي، ترڅو کروندګر د پوره اوبو له شتون څخه برخمن شي او د هېواد کرنیز تولید لا ډېر شي.
د کرنیزو چارو کارپوهان باور لري، چې دغه پرمختګ نه یوازې د خاورې د حاصل‌خېزۍ په لوړولو کې مهم رول لري، بلکې د خلکو په اقتصاد، د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي او د سیمې په زرغونتیا کې به هم اغېزناک بدلونونه رامنځته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS