د کندهار خاکریز ولسوالی کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د ریخک ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شو

mail-admin
Tue, Oct 21 2025 3:31 PM
د کندهار خاکریز ولسوالی کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د ریخک ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شو

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري، د خاکریز ولسوالی په کچه ۲ زره او ۸۰۰ کوچني څاروي د ریخک ناروغۍ (لیونتوب) د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شول.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې او د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ دا وقایوي کمپاین د مني د موسم له پیل سره سم د دوو اونیو په موده کې ترسره شو.
چارواکي وایي، د دغه کمپاین موخه د څارویو د ریخک ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا ساتنه، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو راکمول او د مالدارۍ سکتور ته په سالمه توګه وده ورکول دي. د دوی په وینا، د واکسین تطبیق به نه یوازې د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي، بلکې د شېدو او غوښې تولید به هم عادي وساتي او سیمه‌ییزو مسلکي کسانو ته به د کار فرصتونه برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په  مالي ملاتړ، د کندهار په پنځو ولسوالیو کې پر زرګونو کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ ضد وقایوي واکسین تطبیق شوی و، او دا لړۍ اوس هم په نورو ولسوالیو کې روانه ده.

در ولسوالی خاکریز ولایت کندهار بر هزاران حیوان کوچک واکسین وقایوی ضد بیماری ریخک تطبیق شد
۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی کمیته هالندی، در سطح ولسوالی خاکریز بر ۲ هزار و ۸۰۰ حیوان کوچک واکسین وقایوی ضد بیماری ریخک تطبیق گردید.
این کمپاین وقایوی تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار و با همکاری تخنیکی پاراوتران‌های مسلکی، هم‌زمان با آغاز فصل خزان طی دو هفته اجرا شد.
مسؤولان می‌گویند هدف از راه‌اندازی این کمپاین، جلوگیری از بیماری ریخک، حفظ صحت حیوانات، کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران و رشد سالم سکتور مالداری می‌باشد. به گفته آنان، تطبیق این واکسین نه‌تنها مانع انتشار بیماری‌ها می‌گردد، بلکه باعث حفظ سطح عادی تولید شیر و گوشت شده و زمینه‌های کاری را برای افراد مسلکی محلی نیز فراهم می‌سازد.
قابل یادآوری است که یک روز پیش از این، به تلاش ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، در پنج ولسوالی این ولایت بر هزاران حیوان کوچک واکسین وقایوی ضد بیماری طاعون تطبیق شده بود و این روند در سایر ولسوالی‌ها نیز ادامه دارد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS