دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي تخنیکي پلاوي سره موخه وکتل

mail-admin
Thu, Oct 16 2025 10:00 AM
دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي تخنیکي پلاوي سره موخه وکتل

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي تخنیکي پلاوي له غړو انجنیر نصیراحمد شیرزاد، انجنیر محمد قایم هلمندي او انجنیر سمیع‌الله خنجر ـ سره د چارو د همغږۍ په موخه وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې رییس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه، چې د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي په برخه کې د ولسونو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. نوموړي د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او دا یې د کرنې د پراختیا لپاره یو نیک اقدام وباله.
تخنیکي پلاوي وویل، چې دوی لغمان ولایت ته د علینګار او قرغیو ولسوالیو اړوند د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي د تخنیکي سروې په موخه راغلي، څو دغه چاره بشپړه کړي. همداراز یې د کرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې دا بهیر به د اصولو له مخې په ښه ډول تر سره کړي.


دیدار رئیس زراعت لغمان با هیأت تخنیکی اصلاح زمین‌ها و زهکشی زمین‌های جبه‌زار وزارت زراعت
۲۴ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان، در دفتر کاری‌اش با اعضای هیأت تخنیکی اصلاح زمین‌ها و زهکشی زمین‌های جبه‌زار وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور هماهنگی امور دیدار نمود. اعضای این هیأت شامل انجنیر نصیراحمد شیرزاد، انجنیر محمد قایم هلمندی و انجنیر سمیع‌الله خنجر بودند.
در این دیدار، رئیس زراعت ضمن خوش‌آمدگویی به هیأت تخنیکی، از تلاش‌های آنان در راستای حل مشکلات مردم در بخش اصلاح زمین‌ها و زهکشی زمین‌های جبه‌زار قدردانی کرد. وی اطمینان داد که ریاست زراعت از همکاری همه‌جانبه در این زمینه دریغ نخواهد ورزید و این اقدام را گامی نیک در راستای توسعه زراعت دانست.
هیأت تخنیکی اظهار داشت که آنان به منظور انجام سروی تخنیکی در بخش اصلاح زمین‌ها و زهکشی زمین‌های جبه‌زار در ولسوالی‌های علینګار و قرغیو به ولایت لغمان آمده‌اند تا این روند را تکمیل نمایند. آنان همچنین به رئیس زراعت اطمینان دادند که این کار مطابق اصول و به‌گونه مطلوب انجام خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS