د کرنې وزارت لهخوا د آزموینې ملي ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي محمد سعید او د آزموینې ملي ادارې د خدمتونو، تهیه او تدارکاتو آمر مولوي محمد سرور حقاني ګډون درلود. د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست لهخوا د آزموینې ملي ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لهخوا یادې ادارې ته پکتيا ولايت ګردېز مرکز کې په اته جريبه ځمکه باندې د اداري تعمير د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د آزموینې ملي ادارې د خدمتونو، تهیه او تدارکاتو آمر مولوي محمد سرور حقاني ترمنځ لاسلیک شوه.