شیخ ابونصر فراهي بندر ته د فراه دکرنې د رییس سفر

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس المولوی پیر محمد حلیمي ددې ولایت شیخ ابونصرفراهي بندر ته رسمي سفر وکړ. ددې سفر په ترڅ کې، چې د اراضۍ آمر او یومسلکي ټیم یې هم ملتیا کوله د کرنیز محصولاتو قرنطین مرکز او هغه هټۍ او خونې چې مخکې په اجاره ورکړل شوي ول او د نویو خونو او هټیو په اجاره ورکول کېږي لیدنه وکړه.
دغه راز د فراه دکرنې رییس د قرنطین اوسني وضیعت او چارې له نږدې وڅارلې او هر اړخیزه ارزونه یې وکړه، کومې ستونزې چی موجودې وې حل ته یې ژمنه وشوه.
په پای کې دفراه د کرنې رییس له خوا د قرنطین کارکونکوته لارښونه وشوه، تر څو د مراجعینو او سوداګرو سره ښه چلند او کارونه یې په چټکۍ سره تر سره شي، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د زیانمن کېدو مخه و نیول شي او خپلو ورځنیو چارواکي د صداقت امانت دارۍ څخه کارواخلي او خپل ورځني اداري کړنې دقوانینو، کړنلارې او اصولو سره سم تر سره کړي.