ننګرهار کې ۲۰۰  برګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او وسایلو اخېستلو په موخه نغدې مرسته کېږي

mail-admin
Mon, Sep 15 2025 10:29 AM
ننګرهار کې ۲۰۰  برګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او وسایلو اخېستلو په موخه نغدې مرسته کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو د ۲۰۰  تنو بزګرانو سره  د غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخېستلو لپاره نغدې مرسته ترسره کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ماشومانو ساتني دفتر هر بزګر  ته د غنمو تخم، کیمیاوي سرې او وسایلو اخیستلو لپاره  ۲۰۰ امریکایي ډالرو معادل افغانۍ ورکوي.
 ښاغلي محسن وویل، چې بزګران به په یادو پیسو د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایل لکه رمبي، لور، لاسي کراچۍ، پنجې، ښاخۍ، تسکوره او  درمل شیندلو پمپ اخلي، ترڅو وکولای شي، چې کرنیز فعالیتونه په ښه شکل ترسره کړي.
دماشومانو ساتنې دفتر ددې پروژې مسؤل انجنیر ذبیح الله دولتزی وویل، چې د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.
وړاندې تردې هم څوځلې یادې مؤسسې په یادو ولسوالیو کې د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو لپاره بزګرانو ته نغدې پیسې ورکړي دي.


در ننگرهار با ۲۰۰ دهقان در زمینه خرید تخم‌های اصلاح‌شده و وسایل زراعتی کمک نقدی صورت می‌گیرد
۲۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار در همکاری با دفتر حمایت از کودکان، به ۲۰۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های مومندره و لعلپور تخم اصلاح‌شده گندم، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی از طریق کمک نقدی فراهم می‌سازد.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که دفتر حمایت از کودکان به هر دهقان برای خرید تخم گندم، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی معادل ۲۰۰ دالر امریکایی به افغانی پرداخت می‌کند.
او افزود که دهقانان با این پول‌ها تخم اصلاح‌شده گندم، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی چون رَمی، لور، کراچی دستی، پنجا، شاخه، تسکوره و پمپ پاشیدن دوا خریداری می‌کنند تا بتوانند فعالیت‌های زراعتی خود را به شکل بهتر انجام دهند.
انجنیر ذبیح‌الله دولتزی مسئول این پروژه در دفتر حمایت از کودکان گفت که هدف از این کمک‌ها خودکفایی خانواده‌ها، تأمین امنیت غذایی و جلوگیری از به‌کارگیری کودکان در کارهای شاقه می‌باشد.
پیش از این نیز چندین بار این مؤسسه در ولسوالی‌های متذکره برای خرید تخم اصلاح‌شده، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی به دهقانان پول نقد داده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS