د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار درېیمه ورځ پیل شوه

mail-admin
Mon, Aug 25 2025 3:44 PM
د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار درېیمه ورځ پیل شوه

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار درېیمه ورځ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت او د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، په وینا پیل شوه.
مولوي بازمحمد فیضان له حاضر رئیسانو وغوښتل، چې د افغانستان له بومي سرچینو او فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي، څو دغه پانګې وساتل شي او د پرمختګ بهیر چټک شي.
نوموړي زیاته کړه:«زموږ هېواد له قدرتي سرچینو څخه بډای هېواد دی. د دغو سرچینو سمه کارونه او سم مدیریت کولای شي د افغانستان اسلامي امارت خزانې ته د پام وړ عواید برابر کړي. باید له دغو پانګو سمه ساتنه وشي. د چکډېمونو او اوبو لګولو کانالونو د جوړولو، د ځنګلونو د ساتنې او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګڼې پروژې پیل شوي دي او پلان دا دی، چې د دغو پروژو شمېر زیات شي. همدارنګه د ساتل شوو سیمو او ملي پارکونو سمه کارونه ډېر اهمیت لري. له حاضر رئیسانو غواړو چې پر روانو پروژو جدي څارنه وکړي او شفافیت او کیفیت ته یې جدي پاملرنه وکړي. د کرنیزو ځمکو اصلاح او ذیحکشۍ په تېر دوه کلونو کې له مهمو موضوعاتو څخه ول، چې مثبتې پایلې یې لرلې دي. د اقلیم د بدلون پر وړاندې په مبارزه کې د نړۍوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لرو، خو له بده مرغه د امارت له حاکمیت وروسته په دې برخه کې بهرنۍ همکارۍ کمې شوې دي.»
ورپسې، د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د څړځایونو، مالچرو، ځنګلونو، ساتل شوو سیمو او همدارنګه د ارزښتناکو بوټو لکه هِنګ «انجه»، شیرین‌بویه «خوږې ولې»  او زیریې پر اهمیت ټینګار وکړ او له حاضر رئیسانو یې وغوښتل، چې په دې برخو کې لازمه پاملرنه وکړي تر څو عامه عواید زیات شي.
د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سمینار درې ورځې دوام درلود، چې نن یې وروستۍ ورځ ده او د مرکز او ولایتونو رئیسان په دې غونډه کې برخه لري.

آغاز سومین روز سمینار هم‌آهنگی روسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت
۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
سومین روز سمینار هم‌آهنگی روسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تلاوت آیات مبارک قرآن کریم و سخنرانی مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی، آغاز گردید.
مولوی باز محمد  فیضان از روسای حاضر خواست که با استفاده از فرصت‌ها و منابع بومی افغانستان کار کنند تا این سرمایه‌ها حفظ شده و روند انکشاف تسریع یابد. او افزود:
"وطن ما از منابع قدرتی فراوان برخوردار است. استفاده درست و تنظیم این منابع می‌تواند عواید قابل توجهی به خزانه امارت اسلامی افغانستان فراهم کند. باید از این سرمایه‌ها به درستی حفاظت شود. پروژه‌های زیادی در زمینه اعمار چکدم‌ها، کانال‌های آبیاری، حفاظت از جنگل‌ها و مبارزه با تغییر اقلیم آغاز شده و برنامه است که تعداد این پروژه‌ها افزایش یابد. همچنین، استفاده صحیح از ساحات حفاظت‌شده و پارک‌های ملی اهمیت دارد. از روسای حاضر می‌خواهیم بر پروژه‌های در حال اجرا نظارت دقیق داشته و شفافیت و کیفیت را رعایت کنند. اصلاح زمین و ذیحکشی از موضوعات اساسی دو سال گذشته بوده که نتایج مثبتی داشته است. در مبارزه با تغییرات اقلیمی نیازمند همکاری جامعه جهانی هستیم، اما متأسفانه با روی کار آمدن امارت، همکاری خارجی در این بخش کاهش یافته است."
در ادامه، مولوی عبدالاحد خلیل، رئیس عمومی منابع قدرتی وزارت زراعت، بر اهمیت توجه به ساحات علفچر، مالچر، جنگلات، مناطق حفاظت‌شده و نباتات با ارزش مانند هنگ، شیرین‌بویه و زیریه تأکید کرد و خواستار توجه روسای حاضر به این موارد برای افزایش عواید عمومی شد.
سمینار هم‌آهنگی روسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت سه روز ادامه داشته و امروز آخرین روز آن است، و روسای مرکز و ولایات در این رویداد حضور دارند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS