د کرنې وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل

user-admin
Sun, May 04 2025 1:12 PM
د کرنې وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل


۱۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره وکتل او د افغانستان په کرنيزو، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې یې د پانګونې شته فرصتونه ورسره شریک کړل.
د کرنې وزیر د افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او کرنیزو ظرفیتونو یادونه وکړه او د قزاقستان له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې حکومت چمتو دی د بهرنیو پانګوالو د آسانتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر هم وړاندیز وکړ چې دبوټو ساتنې او کرنتین په برخه کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شي. د کرنې وزیر له دې وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې وزارت چمتو دی په دې برخه کې همکاري وکړي. نوموړي له قزاقستان څخه وغوښتل، چې د هغو کرنیزو صادراتي توکو یو نوم لړ، چې دوی ورته اړتیا لري برابر کړي، څو یې پر بنسټ تخنیکي خبرې اترې او د هوکړه‌لیک وروستي پړاونه ترسره شي.
په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو هم خبرې وشوې، او دواړو لورو د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.


وزیر زراعت با سفیر قزاقستان در کابل دیدار کرد
۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان با  گازیز اکباسوف سفیر قزاقستان در کابل دیدار کرد و در این دیدار، فرصت‌های موجود سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت، مالداری و آبیاری افغانستان را با وی در میان گذاشت.
وزیر زراعت با اشاره به ظرفیت‌های گسترده و منابع طبیعی افغانستان، از سکتور خصوصی قزاقستان دعوت کرد تا در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری در افغانستان سرمایه‌گذاری نمایند. وی تأکید کرد که دولت آماده هرگونه همکاری در راستای تسهیل سرمایه‌گذاری خارجی در این سکتورها می‌باشد.
در این دیدار، سفیر قزاقستان نیز خواستار امضای یک تفاهم‌نامه همکاری در بخش حفاظه نباتات و قرنطین با جانب افغانستان شد. وزیر زراعت ضمن استقبال از این پیشنهاد، اطمینان سپرد که وزارت زراعت آماده همکاری در زمینه می‌باشد. وی همچنین از طرف قزاقستان خواست تا فهرستی از اقلام صادراتی زراعتی‌ افغانستان را که آنها ضرورت دارند   ترتیب دهند تا براساس آن بحث و گفتگوهای فنی برای نهایی‌سازی تفاهم‌نامه صورت گیرد.
در دیدار متذکره همچنین موضوعات مربوط به گسترش همکاری‌های تخنیکی میان دو کشور بررسی شد و دو طرف بر تقویت روابط دوجانبه در بخش زراعت تأکید نمودند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS