د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو مخنیوي په موخه څارنه وشوه

mail-admin
Tue, Apr 08 2025 9:25 AM
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو مخنیوي په موخه څارنه وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پنجوايي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو، ساتنې او عامه پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه.
یاده څارنه د کرنې او مالدارۍ مدیرانو او د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل مولوي نعمت الله په مشرۍ ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي شتمنیو ارزښت، د ځنګلونو د پرېکولو زیانونه او د ساتنې اهمیت په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د مسؤلینو په وینا، دا ډول څارنې د دې لپاره ترسره کېږي چې خلک د طبیعي سرچینو ارزښت درک کړي او د ساتنې په برخه کې یې فعاله ونډه واخلي. هغوی ټینګار وکړ، چې د طبیعي شتمنیو د تخریب په وړاندې به هېڅ ډول ناقانونه فعالیت ته اجازه ورنه کړي او هڅې به لا زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالۍ په پنځمه ناحیه کې د نیمه ځنګلي، طبیعي او ریګي بوټو د ناقانونه انتقال د مخنیوي او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوې وه، چې په ترڅ کې یې د ناقانونه انتقال هڅه ناکامه شوې وه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS