کندهار نېش ولسوالۍ کې د اوبو ۱۵زره کندې جوړې او ګټې اخیستني ته وسپارل شوې

mail-admin
Sat, Feb 08 2025 10:28 AM
کندهار نېش ولسوالۍ کې د اوبو ۱۵زره کندې جوړې او ګټې اخیستني ته وسپارل شوې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د خوراک او کرنې نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مووسسې او ایچ ډبلیو په تخنیکي همکارۍ په نېش ولسوالۍ کې د ۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو ۱۵زره کندي جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.  
د اوبو یادو کندو د کېندلو چارو کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د کیندنې چارې د ۴۰ ورځو په اوږدو کې بشپړې شوې او هر کارکوونکي ته ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شول.  
دا پروژه په دې موخه ترسره شوې چې د سیمه‌ییزو اوسېدونکو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي، د باراني اورښتونو راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړولو له لارې د بزګرانو او مالدارانو ستونزې حل کړي.  
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د ودې ورکولو او د بزګرانو او مالدارانو ستونزو د هواري لپاره تر بل هر وخت ډېره هڅه کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS