د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
Sat, Feb 08 2025 12:12 PM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او حسابي څانګې متخصص حزب الله حميدي ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا ياد وزارت ته غور ولايت دولت يار او فيروز کوه ولسواليو کې په نږدې ۴۲ جريبه ځمکه باندې د ترمينل او بنادر د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او حسابي څانګې متخصص حزب الله حميدي ترمنځ لاسلیک شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS