د ننګرهار بټي کوټ کې حيواني او نباتي درمل پلورنځۍ وڅارل شول 

mail-admin
Thu, Jan 16 2025 9:21 AM
د ننګرهار بټي کوټ کې حيواني او نباتي درمل پلورنځۍ وڅارل شول 

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د بټي کوټ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي  له لورې، ددې ولسوالی په بازار کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته، تاريخ تېرو او بندو  درملو، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چي خپل  جوازونه واخلې او یایې  نوي کړي.او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د مصنوعي القاح تطبیق کوونکو ډاکترانو ته د ښو او غوره استراګانو د کارولو ترڅنګ د مالدارانو اقتصادي وضعیت درک او له هغوي سره دغوره انساني چلند ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS