د لغمان د کرنې رئیس د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
Tue, Jan 07 2025 11:03 AM
د لغمان د کرنې رئیس د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې مسؤلینو سره وکتل

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي عبدالستار محمد په خپل دفتر کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې د مرکزي او ختیځ زون څانګو مسؤلینو، نجیب الله ثاقب، ګل انور انوري، سیدالله مصلح او نویدالله لطفي سره د چارو د ښې همغږۍ په موخه وکتل.
په دې لیدنه کې راغلو مسؤلینو د خپلې معرفۍ ترڅنګ څرګنده کړه، چې د دوی موخه د کرنې ریاست سره د چارو په تطبیق کې همغږي رامنځته کول، د یاد ریاست تر څار لاندې د مؤسسې د ترسره شوو او روانو پروژو ارزونه او ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي ده.  
راغلو مسؤلینو د کرنې ریاست له مشرتابه او کارکوونکو څخه د همکارۍ او ښې همغږۍ مننه وکړه او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.  
په ورته مهال، د کرنې رئیس الحاج مولوي عبدالستار محمد د مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی د هڅو ستاینه وکړه او د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې یې د دوی له مرستو څخه مننه وکړه. نوموړي د مؤسسې له مسؤلینو څخه په راتلونکي کې د املوکو، ستروس، او شفتالو باغونو جوړولو، د چک ډیمونو او ټرینچونو جوړولو، د کرنیزو ماشین الاتو وېش، د مېوو او سبزیجاتو پروسس وسایلو وېش، د هګیو چرګانو وېش او د څارویو د خوراکې وېش په برخو کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسه په کرنیزو او مالدارۍ برخو کې د پروژو تطبیق لپاره هڅې کوي، چې موخه یې د کروندګرو او مالدارانو ملاتړ او د دې سکتورونو وده ده. د کرنې ریاست له همکارۍ سره دغه پروژې لا اغېزمنې او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویونکې کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS