ننګرهار کې د یوې پروژې په پاې ته رسېدو سره لسګونو خلکو ته دکار زمینه برابره شوه

mail-admin
Mon, Dec 16 2024 10:02 AM
ننګرهار کې د یوې پروژې په پاې ته رسېدو سره لسګونو خلکو ته دکار زمینه برابره شوه

۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کشمېرې او وړیو د ارزښت، کیفیت او بیې په برخه کې د یوې پروژې چارې پای ته ورسېد.
په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې چارواکو د یادې پروژې د ترسره کړو کړنو په هکله چارواکو ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د هالینډ کمېټې عمومي مسؤل داکتر فریدون قیومي د پریزنټیشن په بڼه د پروژې په تړاو معلومات وړاندې کړل هغه زیاته کړه، چې پهدې پروژه کې چې د کشمېرې او وړیو د ارزښت، کیفیت او بیې په برخه کې ډیزاین شوې وه پای ته ورسېد او په ننګرهار کې لسګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوه.
نوموړې وویل، چې په ننګرهار کې ۳۴ سټاپ شاپونه (دوګانونه) جوړ شوي، چې هره میاشت زرګونه کیلو  وړۍ او کشمیره راټولوي او هغه وړۍ چې خلکو بې ځایه غورځولې په مناسبه بیه پلورل کېږي، چې ددې سره د غالیو صنعت په ننګرهار کې هم وده کړې ده.
د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا رییس مفتي ذاکر الله ذاکر یاده پروژه د ټولنې یوه اړتیا وبلله او دداسې پروژو د ډېرولو هیله یې څرګنده کړه.
ښاغلي ذاکر د هالینډ کمیټي مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د هالینډ کمېټې پر کارونو خوښې وښوده او مالدارانو لپاره یې ګتور وبلل. ښاغلي محسن د مؤسسې له مشرانو څخه په ننګرهار کې دېته ورته د نورو پروژو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ننګرهار د کرنې رییس په ځینو برخو کې د مؤسسې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او چاراکو ته یې وویل، چې په نوو پروژو کې هغو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړئ، چې مالدارۍ ډېره او امکاناتو ته لاسرسي کم دی.
د حساب ورکونې په یاده ناسته کې د کرنې وزارت د مالدارۍ لویرییس او د ننګرهار د کرنې رییس سربېره د ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرنې او اقتصاد ریاستونو مسؤلینو او استازو هم ګډون درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS